تازه ها
خانه »» بانک مقالات »» وهابیت د حقیقت په هیندارې کې ۱
وهابیت د حقیقت په هیندارې کې ۱

وهابیت د حقیقت په هیندارې کې ۱

د اسلام په مبین دین کښې شفاعت په انسانانو دپروردګار له لوری یو لویې نعمت ګڼل شوې دی دهغو کسانو لپاره چې له خدای سره ېې د بندګی اړیکه نه ده شلولی اوکفر او شرک ېې نه وی کړې .دالهی ولیانو شفاعت یوه داسې هیله ده چې دزړونو نهیلیتوب ختموی او د پالونکی رحمت ته ېې لیواله کوی.خو دشفاعت په اړه دځینو په ظاهره داسلامی فرقوناسمه عقیده یوه داسې مسله ده چې څیړنې ته اړتیا لری.په مخکښنی برخه کښې دشفاعت په ردولوکښې دوهابیانو ځینې عقیدې بیان شوې او په قرآنی دلیلونو او د اهلسنتو له باوری کتابونو دغو بې لارې باورونو ته ځوابونه ورکړل شول په دغه برخې کښې هم له شفاعت سره په مخالفت کښې دسلفیانو نور دلیلونه بیانوو او ورته مدلل ځوابونه هم ورکوو.
وهابیان دا باور لری چې دقرآن دروښانه حکم له مخې باید ددعا په مهال له خدایه پرته له بل چا څه ونه غوښتل شی او له خدایه پرته له بل چا د شفاعت غوښتنه هم په حقیقت کښې له غیر خدا غوښتنه ده. هغویْ په دې زمینه کښې دجن سورې اتلسم آیت ته اشاره کوی چې پکښې راغلی دی.
فلا تدعوا مع الله احدا یعنی هیڅوک له خدای سره ونه غواړیْ.همدغه راز دغافر سورې په ۶۰ آیت کښې فرمایْ.
ادعونی استجب لکم یعنی له ما وغواړیْ چې دعا مو قبوله کړم.
په لومړی آیت کْښې چې قرآن مجید له مسلمانانو غوښتلی چې له خدای سره څوک مه غواړیْ په حقیقت کښې له خدایه پرته دبل چا د بندګی او عبادت حراموالې بیان شوې دی ځکه چې له خدایه پرته دبل چا عبادت،ورته سجده او په وړاندې ېې رکوع کول شرک ګڼل کیږی او څوک چې داسې کوی نو مشرک به وی خو دخدای له ولیانو شفاعت غوښتل دهغویْ دعبادت او بندګی په معنا نه ده بلکې څوک چې شفاعت غواړی نو په دې خبره ښه پوهیږی چې شفاعت یوازې دخدای په اذن او اجازه تر سره کیږی .داسې کس دخدای ولیان او مومنان واسطه ګرځوی چې هغویْ ېې دخدای په نیزد ورپاره دعا وکړی ځکه چې پاک خدای د پیغمبر اکرم (ص) او نیکو خلکو دعا په ښه توګه قبلوی نو بس څوک چې له پیغمبره وغواړی چې دهغه په حق کښې دعا وکړی څو ګناهونه ېې وبخښل شی یا کومه اړتیا ېې پوره کړی نو هیځکله ېې پیغمبر دخدای په شان نه دې ګڼلې بلکې یوازې یوه وسیله ېې ګڼلی ده.یو وتلې مسلمان عالم او مفسر علامه طباطبایْ په دې هکله باوری دی چې له امامه د حاجت غوښتل هاله شرک ګڼل کیږی چې دحاجت غوښتونکې امام دپروردګار په شان اغیزمن اوقدرتمن وبولی خو که چیرې اغیز له خدایه وبولی او امام یوازې واسطه وبولی نو هیڅ شرک ېې نه دې کړې.هغه خرافاتی عقیدې چې داسلام په نوم د محمد بن عبدالوهاب له لوری خپرې شوې دسوچه اسلام په باوری روایتونواو علمی ملاتړ سره په آسانه رد او رسوا کیږی.حقیقت دا دی چې محمدبن عبدالوهاب د ابن تیمیه په څیردعبودیت او بندګی په ژورتیانه دی پوه شوې نو ځکه ېې داسې انګیرله چې له صالحوشفیعانو د شفاعت غوښتل دهغویْ دعبادت په معنا دې هغه په دې نه پوهیدهْ چې دعبادت اصل دمعبود په درګاه کښې دخشوع او خضوع څرګندونه ده او د صالحو کسانو درنښت او په وړندې ېې خاکساری عبادت نه ګڼل کیږی په تیره بیا دا چې دپیغمبراکرم او دهغه مبارک له اهلبیتو د امامانو په شان کسان پخپله د پروردګار دبندګی او عبادت بیلګه واوسی
دشفاعت په ردولو کښې دوهابیانو یو بل دلیل دا دی چې باوری دی شفاعت یوازې دخدای لره دې او له هغه پرته بل څوک دا حق نلری هغویْ دخپلې دغې ادعا د ثابتولو لپاره د قرآن مجید د زمر سورې ۴۳ او ۴۴ آیتونو ته اشاره کوی چې خدای فرمایْ
آیا هغویْ له خدایه پرته شفیعان ګرځولی دی؟ هغویْ ته ووایه آیا (له هغوی شفیعان غواړیْ)چې که دهیڅ څښتن نه وی او دهغویْ لپاره درک او شعور نلری ؟ووایه شفاعت یوازې دخدای لره دې او بس.
باید ووېېل شی چې ددغه آیت مطلب دا نه دی چې ووایْ یوازې خدای شفاعت کوی او بل څوک دشفاعت کول حق نلری ځکه چې په دې کښې هېڅ شک نشته چې په اصولی توګه خدای هیڅکله دچا په اړه دبل چا په نیزد شفاعت نه کوی او خدای له دې کاره ډېرلوړ دی عقل هم دا خبره نه منی چې مونږ دا ووایو خدای واسطه شوی دی چې دیوه بنده ګناه وبخښل شی ځکه چې سملاسی دا پوښتنه مخې ته راځی چې خدای دچا په نیزد واسطه شوې دی؟دآیت دبحث چورلیز دا دی چې خدای څښتن اومالک او د شفاعت منونکی دی او په چا کښې ېې چې قابلیت ولیده ورته دا اجازه ورکوی چې د نورو کسانو شفاعت وکړی نو په دې بڼه کښې دغه آیتونه دوهابیانو په ادعا پورې هیڅ اړه نلری په تیره بیا چې په آیتونو دداسې کسانو یا شیانو خبره شوی ده چې د تعقل او تفکر قدرت نلری حال دا چې داسلام ګران پیغمبر او د خدای ولیان له دې پلوه تر ټولو غوره او لوړ کسان دی.
مسلمانان داسلام له سرکښینیو وختونو او دپیغمبر اکرم (ص)له وخته ترننه پورې یوازې دعالمینوپالونکې دشفاعت قبلونکې او څښتن بولی نه دخدای ولیان .مسلمانان داباور لری چې یوازې هغه کسان شفاعت کوالای شی چې خدای ورته اجازه ورکړی او دقرآن پاک د آیتونو او روایتونو له مخې هم لوېی خدای پیغمبر اکرم (ص)ته دا اجازه ورکړی چې شفاعت وکړی .په همدې خاطر دیوّه داسې کس په توګه چې دشفاعت اجازه لری دشفاعت غوښتنه کیږی .خو دبخاری او ترمذی په شان داهلسنتو عالمانو پخپلو حدیث کتابونو کښې هیڅکله شفاعت شرک نه دې بللې .دسنن ترمذی کتاب داهلسنتو په نیزد دحدیثونو خورا باوری کتاب دی او په صحاح سته یعنی شپږو صحیح کتابونو کښې شمیرل کیږی چې د محمد ترمذی له لوری راټول کړای شوی دی چې هغه په ۲۰۹ هجری قمری کال کښې زیږیدلی او په ۲۷۹ هجری قمری کال کښې وفات شوی دی.ترمذی په دغه کتاب کښې دشفاعت په باره کښې له انس بن مالک څخه نقلوی چې هغه وایْ ، له پیغمبره مې وغوښتل چې دقیامت په ورځ زما شفاعت وکړی هغه مبارک وفرمایل :دغه کار تر سره کوم نو بیا مې ورته وویل :تاسې چرته وپلټم؟وېې فرماییل:دپل صراط تر څنګ، دغه مطلب دسنن ترمذی دڅلورم ټوک په ۶۲۱ مخ په ۲۴۳۳ حدیث کښې بیان شوی دی . نو له دغه مطلبه دې نتیجې ته رسیږو چې آنس په پوره ډاډ سره له پیغمبر اکرم (ص) څخه دشفاعت غوښتنه کوی او هغه مبارک هم ورسره ژمنه کوی او هیڅکله د آنس ذهن ته دا خبره نه ورځی چې ګوندې دشفاعت غوښتل یو ډول شرک حسابیږی دنبی کریم (ص) یو بل صحابی چې ځنې دشفاعت غوښتنه کوی سواد بن عازب دی .هغه داسلام دګران پیغمبر په باره کښې شعرونه وېیلی او په ځینو شعرونو کښې له پیغمبره دشفاعت غوښتنه کوی او وایْ: له پیغمبره مې وغوښتل چې دقیامت په ورځ زما شفاعت وکړی هغه مبارک ومنله او وېې فرماېیل :دغه کار تر سره کوم .نوبیا مې ورته ووېیل :تاسې چرته ووینم ؟ وېې فرماېیل :دپل صراط تر څنګ .سنن ترمذی .څلورم ټوک ۶۲۱ مخ .
نو له دغه مطلبه دې نتیجې ته رسیږو چې آنس په پوره ډاډ سره له پیغمبره دشفاعت غوښتنه کوی او هغه مبارک هم ورسره برابره ژمنه کوی او هیڅکله دآنس ذهن ته دا خبره نه ورځی چې ګوندې دشفاعت یو ډول شرک حسابیږی .دنبی کریم یو بل صحابی چې ځنې دشفاعت غوښتنه کوی سواد بن عازب دی هغه د پیغمبر په باره کښې شعرونه وېیلی او په ځینو شعرونو کښې له پیغمبره دشفاعت غوښتنه کوی او وایْ :ای ګرانه پیغمبره ! دقیامت په ورځ زما شفیع واوسه ،په داسې ورځ چې دنورو شفاعت دسواد بن عازب له حال سره د خرما دزړی هومره ګټه نه ورکوی .
دسلفی نظریاتی مشران دغه ډول حدیثونو ته کومه اشاره نه کوی او د نساءسورې د۶۴ آیت په څیر نور آیتونه په روښانه توګه دشفاعت مسْله نه مطرحوی او سترګې پرې پټوی .په دغه آیت کښې لولو:که چیرې هغویْ کله چې په ځان ظلم کاوهْ (او دخدای حکمونه ېې تر پښو لاندې کول ) تا ته راتللای او دپالونکی له درګاه یې بخښنه غوښتلای او پیغمبر هم دهغویْ لپاره بخښنه غوښتلای نو خدای به یې ډیر مهربان او توبه قبلونکی موندهْ .
لویی خدای په دغه آیت کښې په روښانه توګه خپل پیغمبر شفاعت کونکی او دبندګانو دګناهونو دبخښنې لپاره یوه وسیله معرفی کوی .یو ستر اهل سنت عالم فخررازی په کشاف تفسیر کښې ددغه آیت په هکله لیکی : دخدای رسول دهغویْ لپاره دبخښنې دعا کوله (چې په دغه آیت راغلی دی) دنبی کریم دمقام ددرناوی په خاطر دی ؛په دې معنا چې هغویْ داسې کس ته راغلی دی چې دالهی رسالت لوړ او ځانګړې مقام لری .دغیب د حقایقو ورته وحی کیږی او پخپلو بندګانو کښې دخدای استازی دی ځکه چې هغه (پیغمبر) داسې مقام او مرتبه لری چې شفاعت یې نه ردیږی .
اوس چې پاک خدای پخپله په روښانه خپل پیغمبر او استازی ته داحق ورکړی دی نو ولې ترې سلفیان انکار کوی؟دلته مناسبه ده چې دابن تیمیه دا خبره هم واوریْ چې وایْ :خدای خپلو ولیانو ته دشفاعت حق ورکړی دی خو مونږ یې دشفاعت له غوښتنې منع کړی یوو .
دغه سپیناوې دشفاعت په بحث کښې د سلفیانو د بندون ښودنه کوی ځکه چې د نسا‌‌‌ء سورې په ۶۴ آیت کښې پخپله دعالمینو پالونکې له خپلو بندګانو غوښتلی چې له پیغمبره شفاعت وغواړی . پر دې سربیره آیا دا ممکنه ده چې خدای یو حق پخپله چا ته ورکړی وی او په عین حال کښې ځنې استفاده یې منع کړی وی ؟ دغه جمله په حقیقت کښې ضد او نقیض ده که خدای دغسې حق خپلو ولیانو ته ورکړی ددې لپاره دی چې نور هم له دې حقه برخمن شی نه دا چې بیخی یې ونه غواړی . البته د سلفیانو په استدلالونو کښې تل پریمانه ضد و نقیض ټکی لیدل کیږی چې ددغه انحرافی فرقې په تفکر کښې دمنطق دکمزورتیا ښودنه کوی چې انشاا… په راتلونکی برخې کښې ورته دوام ورکوؤ .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

Time limit is exhausted. Please reload the CAPTCHA.

رفتن به نوار ابزار